جوزجان کې لسګونه کسانو ته د قالینو جوړولو وسایل ورکړل شول

د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي همکارۍ د دغه ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د مرغومي میاشتې پر درېیمه نېټه له ۷۰ تنو ښځینه وو هرې یوې سره د غالۍ اوبدلو ۱۵ ډولو وسایلو مرسته وشوه.