تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي استازو ګډه ناسته وشوه

sadam_morr
-
د افغانستان او پاکستان د سرحدي استازو ترمنځ د لړم میاشتې پر دیرشمه د تګ راتګ د ستونزو په اړه په تورخم کې ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د تورخم کمېشنر مولوي حکمت له پاکستاني پلاوي څخه د مسافرو او ناروغانو د ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست سرحدي آمر بخت جمال ګوهر د مهاجرینو د ستونزو او حقونو په اړه د اسلام مبارک دین او د هېوادونو د قوانینو په رڼا کې خبرې وکړې او د دواړو حکومتونو د لا پرمختګ په موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیز درناوي او ښه ګاونډیتوب غوښتنه څرګنده کړه.