مطبوعاتي بلنلیک

sadam_morr
ټاکل شوې ده، چې سبا سه شنبه د لړم پر ۲۲مه له غرمې وړاندې د سهار ۱۰ بجې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د مېشتغالو د مدیریت او همغږۍ د تخنیکي ټیم یا CCCM په همکارۍ خپلو سیمو ته د ۵ زره داخلي بېځایه شویو د لېږد په موخه د ثبت او بایومیټریک لړۍ پیل شي.
په همدې مناسبت تاسې د رسنیو ټولو ښاغلو استازو ته بلنه درکوو، چې له موږ سره د دې پروګرام په خبري پوښښ کې برخه واخلئ.
ویناول:
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني.
موضوع: خپلو سیمو ته د ۵ زره داخلي بېځایه شویو کورنیو د لېږد په موخه د ثبت او بایومتریک پیل.
ځای: د کابل د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست مقام، درېیمه ناحیه، پل سُرخ، عمر جان کندهاري مسجد ته مخامخ.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۶۳۵۴۳۷۰ـ ۰۷۷۱۰۰۱۱۱۱