پکتیکا کې له نږدې ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

پکتیکا ولایت کې د سرپناوو جوړولو په موخه د تلې له ۱۶ مې نېټې څخه تر ۲۲ مې نېټې پورې ۴۹۸ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

یادې کورنۍ له وړاندې د دې ولایت مهاجرینو ریاست له لوري سروې شوې وې.

دغه مرستې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکې ادارې له لوري ۷ کورنیو ته ۲۰۱ زره ۸۰ افغانۍ او د ۴۹۱ کورنیو ته ۷۹ زره ۴۵۰ افغانۍ د یاد ولایت ګیان ولسوالۍ کې ورکړل شوې.