ننګرهار کې له وروستیو بې ځایه شویو کورنیو سره د بیړنیو مرستو په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي کړکېچ له امله له سلګونو کورنیو سره د بیړنیو مرستو په موخه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو استازو هم حضور درلود او له هغو کورنیو سره یې د بیړنیو مرستو پر څرنګوالي خبرې وکړې، چې شمېر یې ۷۰۰ کورنیو ته رسېږي.
د ننګرهار مرستيال والي د مرستندويه ادارو له مسوولينو وغوښتل، چې له بې ځايه شويو کورنيو سره لازمې مرستې وکړي.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو ریيس حاجي باز محمد د بې ځايه شويو کورنيو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې دغه کورنۍ د مومندو درئ، مارکوه، اچين او بټي کوټ ولسواليو ته بې ځايه شوي او بشري مرستو ته اړتيا لري.
د ملي او نړیوالو بنسټونو مسولينو مرستيال والي ته ډاډ ورکړ، چې دغو سيمو ته يې د سروې ټيمونه لېږلي او له جوړېدو وروسته به ورسره لازمې مرستې وکړي.