د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نوي رییس د لغمان له والي سره ولیدل
د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د خبر له مخې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نوي رییس عرفات جمال د زمري پر لسمه د لغمان ولایت له والي شیخ شیر احمد حقاني سره د پېژندګلوۍ لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو رییس غلام الرحمن بلال هم ګډون کړی و، چې د مهاجرینو او د راستنو شویو کورنیو په اړه خبرې پکې وشوې.
ښاغلي جمال د کمېشنرۍ فعالیتونه د لغمان له والي سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې دوی غواړي بېځایه شویو او راستېدونکو کورنیو ته رسېدنه وکړي، چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې ورته برابرې شي.
نوموړي د ولایتي ادارو له رهبرۍ او د مهاجرینو چارو ریاست له مسولینو څخه مننه وکړه، چې د چارو په پلي کېدا کې له دوی سره بشپړه همکاري لري.
د لغمان ولایت والي هم د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له نوي رییس څخه مننه وکړه او دغه راز د اسلامي امارت له اصولو سره سم یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.