ننګرهار کې لسګونو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

په ننګرهار ولایت کې پرون د زمري پر درېیمه له ۵۰ بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره د نږدې یو ملیون افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې په ننګرهار ولایت کې اړمنې پېژندل شوې وې، چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو په څارنه له پنځه ویشتو کورنیو هرې یوې سره ۲۱ زره او ۲۰۰، له څوارلسو کورنیو هرې یوې سره ۱۷ زره ۶۷۵ او له یولسو کورنیو هرې یوې سره ۱۴ زره او ۱۴۰ افغانۍ مرسته وشوه.