بادغیس کې ۳۵ کورنیو ته د نغدي پیسو او سولرونو مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-
په بادغیس ولایت کې د چنګاښ پر نهمه ویشتمه له ۳۵ کورنیو سره د نغدي پیسو او سولرونو مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنيو کې هغه بېځايه شوي او اړمن کسان شامل وو، چې مخکې د بادغیس ولايت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا په بالامرغاب ولسوالۍ کې اړمن پېژندل شوي وو او د ناروې د مهاجرت شورا له لوري ورته په بېلابېلو برخو کې ۸ زره، ۳۰ زره او ۹ زره او ۷۰۰ افغانۍ او یو ۳۰۰ واټه سولر له وسایلو سره د مهاجرینو چارو آمریت تر څارنې لاندې ووېشل شول.