میدان وردګو کې له ۱۰ کورنیو سره مرسته وشوه
په میدان وردګو ولایت کې پر ۱۰ اړمنو کورنیو، یتیمانو، ناروغانو او کونډو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ وړاندې د میدان وردګو ولايت د مهاجرينو آمریت له خوا اړمنې پيژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري د ۱۷ زره او۷۵۰ افغانۍ مرسته ورسره وشوه، چې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت تر څارنې لاندې ووېشل شوه.