د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس د مهاجرینو چارو له وزیر سره ولیدل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۹:۵۳
-

د ننګرهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس  حاجي باﺯ محمد عبدالرحمٰن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وﺯير الحاج خليل الرحمن حقاني سره وليدل.
په دې ليدنه کې د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس له ښاغلي حقاني سره د ترسره شويو فعالیتونو، راستنېدونکو مهاجرینو سره په مرستو، په تورخم فرضې کرښه کې په شته سهولتونو، ترسره شویو خدمتونو او د ځینو ستونزو په اړه بشپړ معلومات شريک کړل.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وﺯير د نوموړي د ترسره شويو خدمتونو ستاينه وکړه او په چارو کې يې پر روڼتیا، راستنېدونکو مهاجرینو ته پر سهولتونو او پر لا نورو خدمتونو ټینګار وکړ.
دغه راز ښاغلي حقاني د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس ته په ځینو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې او د شته ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۴۹
Background image

فراه ولایت کې د ښارګوټي د جوړولو په موخه زرګونه جریبه ځمکه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولېږدول شوه

د فراه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه ۵ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه له کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت څخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۲۲:۵۳
Background image

د اور وژنې بالونونو د کارولو څرنګوالي معلوماتي ورکشاپ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شو

یوه ورځنی معلوماتي ورکشاپ، د (د اور وژنې بالونونو د کارولو څرنګوالی) تر نوم لاندې، د کورنیو چارو وزارت اړوند پیښو ته د رسېدنې او اطفائیې ریاست په همکارۍ، د کډوالو او راستنیدونکو چارو. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۳
Background image

د وخت مدیریت روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو لپاره د چارو عمومي ادارې د اداري اصلاحاتو ریاست د ملکي خدمتونو د انستیتوت په همکارۍ د وخت مدیریت په نامه دوه ورځنی. . .

بېرته خبرونه ته