ننګرهار کې له فرضي کرښې څخه راګرځول شویو ۶۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

  په ننګرهار ولایت کې د چنګاښ پر لسمه، له ګاونډیو هېوادونو څخه ۶۲ له فرضي کرښې څخه راګرځول شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
 دغه کورنۍ مخکې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو رياست له خوا سروې شوې او مستحقې پېژندل شوې وې
 او د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري په بېلابېلو کټګوريو کې ۳۰ زره، ۱۰ زره، ۱۸ زره، ۳۸ زره، ۱۷ زره، ۲۰ زره افغانۍ مرسته ورسره وشوه، چې د ننګرهار ولایت د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.