تر درې زرو زیات مهاجرین له ایران څخه راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت درې زر او ۱۳ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر پنځمه او شپږمه د نیمروز ولایت د ابریشم له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
 د نیمروز ولایت د ابریشم بندر د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۹۹۰ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل
۴۱کورنیو د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته ترلاسه کړه
۲۶ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندې په موخه MPO موسسې ته ور وپېژندل شول، ۱۹۰ تنو ته یو یو سیمکارت ووېشل شو او ۲۲۶ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.