تر دوو زرو زیات مهاجرین له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت دوه زره او ۸۷۵ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر درویشتمه د نمیروز ولایت د ابریشم له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د نیمروز د ابریشم بندر د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۱۱ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۲ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه MPO موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۰ کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۱۸۶ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شویو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۳۴۷ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.