سرپل کې له ۱۵ کورنیو سره مرسته وشوه

په سرپل ولایت کې د غبرګولي پر ۲۰مه له ۱۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ وې، چې وړاندې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د ټولو کورنیو هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ د ولایتي کمیټې او د مهاجربنو چارو ادارې په څارنه ووېشل شوې.