تخار ولایت کې له ۱۸۵ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

  د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د غبرګولي پر اومه ۱۸۵ بې ځایه شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
 دا په تخار ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې کورنۍ وې، چې وړاندې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو رياست له خوا سروې او پېژندل شوې وې او له دې وروسته پر ۱۴۳ کورنیو د ۲۲زره ۴۸۰ افغانیو په ارزښت او پر ۲۲ نورو کورنیو د ۲۲ زره ۱۵۰ افغانیو په ارزښت مرسته د کنسرن، اسلامي رفاه او د ماشومانو د ملاتړ موسسو له خوا ووېشل شوه.