په جوزجان کې له ۱۰۰ څخه زیات راستانه شوی زده کونکی د حرفوی زده کړو پروګرام ته معرفی شول

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ریاست خبر ورکړي چې د۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي په لمړۍ نیټه له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباری توګه راستانه شوی ۱۷۰ تنه مسلکی زده کړو ته معرفی شول.
یاد کسان تر دې وړاندې په مرکز، اقچې او فیض اباد ولسوالیو کې پیژندل شوی او د څلورو میاشتو په اوږدو کې به د مهاجرت نړیوال سازمان په همکارۍ په مختلفو برخو لکه: د جامو ګنډلو، ګلدوزۍ، موټرسایکلونو ترمیم، د موټرو ترمیم، ترکاڼۍ، فلزکارۍ برخو کې تخنیکی او مسلکی زده کړې ترلاسه کړی.
د یادونې وړ ده چې هره میاشت به ددې برنامې ګډونوالو ته د یاد سازمان له لورې ۳۵۰۰ افغانۍ هم ورکول کیږی.