کندوز ولایت کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرستې ووېشل شوې
په کندز ولایت کې د غویي ۱۷مه پر ۵۳۸ راستنو شویو، زیانمنو شویواو بې ځایه شویو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوې.
دغه کورنۍ وړاندې د هغه ولايت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا په خان اباد، امام صاحب دشت ارچي او کلباد ولسواليو کې سروې شوې وې.
د اکټیډ موسسې له لوري په بېلابېلو برخو کې له ۳۰۰ کورنيو سره د ۸زره او۱۰۰ افغانیو، ۷۳ کورنيو ته د ۲۱زره او۶۰۰ افغانيو په ارزښت او د ناروې د مهاجرت شورا له لوري ۱۶۵ کورنيو سره د سرپنا د بيارغونې په موخه مرسته وشوه.