تر زرو زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
یو زر او ۵۰ تنه افغان مهاجرین د غویي میاشتې له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۲۵ کورنۍ، چې ۶۶۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۷۳ کورنۍ، چې ۳۸۸ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.