سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr
۴۸۱ تنه افغان مهاجرین پرون د غوایي شپږمه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۹۲ کورنۍ چې ۴۸۱ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.