ننګرهار ولایت کې جبري راستنو شویو کورنیو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
-

له پاکستان څخه راستنو شویو اړمنو کورنیو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ناسته د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې وشوه.

دا ناسته د ننګرهار د مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د سیمه ییزو ملکي او نظامي ادارو مسولینو ګډون پکې ګډونکړی و.

په دې ناسته کې د راستنېدونکو کورنيو لپاره د لنډمهاله استوګنې، چمتو شویو خوراکي توکو، د خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش، نغدي مرستو او نورو خدمتونو په اړه اړینې پریکړې وشوې.