تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۲۳۱ تنه افغان مهاجرین د وري ۱۸مه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۱۶کورنۍ چې ۹۹تنه کېږي او ۳۳ تنه نور د پاکستان هېواد له بنده ازاد شوي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالو سازمانونو ته ور وپېژندل شول.

له ۱۸ کلونو د واړه عمر کسان MPO موسسې ته ور وپېژندل شول او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

او د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۸ کورنۍ چې  ۹۹ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.