لغمان کې د بیا مېشتېدنې ولایتي کمېټې دولسمه ناسته وشوه

sadam_morr
_

په لغمان ولایت کې د بیا مېشتېدنې ولایتي کمیټې دولسمه ناسته د وري ۱۳مه د لغمان ولایت د مقام په مشرۍ او د اړوندو ادارو د مسولینو په شتون کې وشوه.

د مهاجرینو چارو رییس مولوي غلام الرحمن بلال د ناستې له ګډونوالو سره د نویو کورنیو د ستونزو، غوښتنو، شمېر او د ترسره شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل.

ورپسې د دولتي او نړیوالو بنسټونو مسولینو په خپل وار سره خبرې وکړې او د خپلو نظریاتو او معلوماتو له څرګندولو وروسته یې له جبري راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې رسونې په موخه اړین تصمیمونه ونیول.