ځینو ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له خوا دکب له ۱۹ نیټې څخه تر ۲۴ نیټې پورې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له ۱۰زره او ۴۱۲ کورنیو سره مرسته وشوه.
په (هرات، ننګرهار، غور، غزني، بادغیس، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار، بغلان، کندز، پکتیکا، فراه او پروان) کې د هرې کورنۍ لپاره د هغو ولایتونو د مهاجرینو چارو ریاست په ملتیا او د ځینو نړۍوالو سازمانونو په مالي ملاتړ د نغدو پیسو، خوراکي توکو، ژمنیو جامو، بخاریو او د شېدو لرونکو وزو مرسته وشوه.