تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۲۰۰ افغان مهاجرین د تورخم له فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۳۸ کورنۍ چې ۲۰۰ تنه کېږي د کب پر۱۴مه نېټه په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې.

راستنېدونکي له هلته د مهاجرینو ادارې سره تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.