فارياب کې له ٢٦ تنو سره مرسته وشوه

sadam_morr

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب، المار، خواجه سبزپوش، پشتونکوټ، دولت اباد او میمنې ښار کې پر ۲۶ معیوبینو، معلولینو او ناروغانو چې له ایران او پاکستان له پولو راستانه شوي وو، نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د لس زره افغانیو په ارزښت د مهاجرت نړيوال سازمان له خوا وه، چې هره يو تن ته هلته د مهاجرينو رياست تر اړمن پيژندلو او څارنې وروسته ورکړل شوه.