ننګرهار کې د ولايتي پرمختيا او بشري مرستو ناسته وشوه

anwari_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې د ولایتی پراختیا او بشردوستانه مرستو ناسته د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند په مشرۍ د مرستندویه ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د بيارغونې د پروژو د تطبيق، راستنېدونکو کورنيو ته د اسانتياوو د برابرولو او بشري مرستو په اړه وړانديزونه شريک او د هغو د پلي کېدو په اړه څرګندونې وشوې.

د ننګرهار والي وويل: دا مهال په ټول هېواد کې سوله او ثبات ټينګ دى، ښاريان، دولتي ادارې او بنسټونه کولاى شي پرته له کومې ستونزې ټولو سيمو ته سفر وکړي او خپلې قانوني چارې ترسره کړي.

نوموړي د یادو بنسټونو له مسوولینو وغوښتل، چې د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په کتو خپلې پروژې له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ پلي کړي، چې خلک ترې ګټه واخلي.

ده وويل: وچکالي سخته ده، خلک يې بېوزله دي او په ټولو برخو کې يې د مرستندويه ادارو مرستې مهمې وبللې او په ټولو قانوني چارو کې يې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار د مهاجرينو رياست استازي په دې غونډه کې وويل: له پاکستان څخه ۶۹ زره او ۹۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې چې ۸۰ سلنه يې په ننګرهار کې مېشتې شوې دي.

نوموړي د دوی لپاره د سرپناه، کار، مسلکي روزنې، خوراکي توکو او نغدي مرستو په اړه نظریات وړاندې کړل

د مهاجرت د نړيوال سازمان استازو هم خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې په تورخم، جلال اباد ښار او د ننګرهار په يو شمېر نورو ولسواليو کې يې له راستنېدونکو کورنيو سره لازمې مرستې کړې او دغه راز يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۵۹ پروژې چې استنادي دیوالونه، کانالونه، د بریښنا مزي او نور پکې شامل دي پلې به شي.

هغوی وویل: ۵۰۰ کورنیو ته د کار کولو ځای، ۱۰۲ کورنیو ته د کار وسایل، ۵۰۰ راستنو شویو مېرمنو حرفوي زده کړې او د شیخ مصري د اوسېدونکو لپاره د څښاک پاکې اوبه او یوه شبکه جوړه شوې ده، چې ژر به ګټه ترې واخیستل شي.

په پای کې د دغه ولایت امنیه قوماندان د ټولو مرستندویه ادارو مسوولینو ته د امنیت د تامین ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د دوی امنیتي منسوبین هر وخت همکارۍ ته چمتو دي.

د دغه ولايت د اقتصاد رئيس د مرستندويه ادارو د مسوولينو د ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې دوی ته به د لا ښه فعاليت په موخه لازمې اسانتياوې برابرې کړي.