تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

۲۴۳ افغان مهاجرین د کب میاشتې پر دویمه نېټه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۲۳ کورنۍ چې ۱۲۹ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

د کندهار د سپين بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې د ۱۸ کورنۍ چې ۱۱۴ تنه کېږي په جبري توګه له دغې فرضي کرښې څخه راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوالو سازمانونو دفترونو ته ور وپېژندل شول.