د هېواد په ولايتونو کې له څه باندې ۱۰ زرو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr

 د تیرې میاشتې په ترڅ کې په ۲۴ ولایتونو کې له ۱۰ زرو څخه زیاتو جبري راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره د ګومارل شوو کمېټو او د مهاجرینو چارو وزارت د دوهمې واحدونو له لوري مرسته وشوه.

 د مهاجرینو چارو وزارت د دویمې واحدونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په کندهار، ننګرهار، بلخ، سمنګان، هرات، بامیان، جوزجان، بادغیس، لغمان، تخار، هلمند، فراه، فاریاب، لوګر، کندز، غزني،  کاپيسا، بغلان، سرپل، پکتيا، پکتيکا، خوست، ميدان وردګو او پروان کې د يو شمېر نړيوالو مرستندويه مؤسسو په همکارۍ د طبيعي پېښو له امله له ۱۰ زره او ۴۹۴ جبري راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده.

 سرچينې زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، ژمني جامې، نغدې پيسې، روغتيايي توکي او بخارۍ شاملې وي، چې د مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ووېشل شوې.