سلګونه مهاجرین په خپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

 په ایران کې مېشت ۸۳۸ مهاجرین د سلواغې په ۱۵ مه نېته د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د اسلام کلا د آمر سدي د معلوماتو پر بنسټ، په يادو شويو کسانو کې ٣١٨ تنه چې کورنۍ هم په کې شاملې وې، د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته وروپېژندل شول او خوراکي او غير خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

 ۳۸تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ مؤسسې ته وروپېژندل شول او همدا ډول ۴ کورنیو ته لس ــ لس زره افغانۍ او ۳۹ تنو ته یو ــ یو سیمکارت په فرضي کرښه کې د ګومارل شوې کمېټې له خوا ووېشل شول او ۱۹۰ تنه نور  له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول..