هلمند کې ۲۳۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

د (IRC) موسسې له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۳۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د ناوې ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د غبرګولی په ۶مه هرې کورنۍ ته ۲۲۵۰۰افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.