په خوست ولایت کې څه د پاسه ۱۰۰ کورنیو ته د لمریزې برېښنا وسایل وویشل شول

anwari_morr
-

په خوست ولایت کې ۱۶۰ بې ځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته د مرغومې میاشتې په ۱۷مه نیټه د لمریزې برېښنا وسایل وویشل شول.
یاد اړمن، چې مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست له خوا پیژندل شوې وو، هرې کورنۍ ته دوه دانې سولري تختې، دوه دانې بطرۍ او ۱۰ قلمه نور وسایل، د خوست په مرکز کې د برک موسسې له لوري ورکړل شول.