۳۰۰ څخه زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د مرغومي پر ۵ نېټه په پاکستان کې د مېشتو ۳۲۴ تنو راستنېدونکو خبر ورکړی.

د تورخم د سرحدي آمریت د آمر د راپور له مخې ۶۲ کورنۍ چې ۳۲۴ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او د مهاجرینو اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍ وال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.