د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير له يو شمېر ولسي استازو سره  لېدنه وکړه 

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۴:۴۲
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني دبېلابېلو ولايتونو له  يو شمېر ولسي استازو سره په خپل کاري دفتر کې لېدنه وکړه. 
په دغه لېدنه کې يادو استازو  د بهر مېشته  افغانانو ستونزې  او نظريات د مهاجرينو له وزير سره شريک کړل او په ټول  هېواد کې د امنيت له ټينګښت  څخه د خوښۍ په څرګندولو سره يې په بېلابېلو برخو کې دخلکو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه. 
د مهاجرينو  چارو وزير دوي ته په  خطاب کې و ويل: هغو کسانو ته چې په بهر کې ژوند کوي زما پيغام دا دی چې خپل وطن ته راستانه شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.
هغه وويل: په هېواد کې داسې يو نظام رامنځته شوى، چې هر څوک کولاى شي له نژادي، ژبني او سمتي تبعيض پرته تر يو چتر  لاندې ژوند وکړي او دا د اتفاق او يووالي تر ټولو ښه فرصت دى زموږ هڅې او پاملرنه بايد يو قوم ته نه وي بلکه ټولو قومونو لپاره وي. 
په دې ليدنه کې ښاغلي حقاني په راتلونکي کې د دوي د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د کډوالو لپاره د خدمتونو لاښه کولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه د مختلفو بنسټونو سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له جګړې د اغېزمنو ماشومانو، خدمات اجتماعي زنان، انکشافي و اجتماعي رازي، د بېړنیو بشري مرستو خیریه سازمان او په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

بېرته خبرونه ته