د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه درې زره او ۲۴ تنه افغان مهاجر د لړم په ۲۱ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۹۸ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.