د پاکستان څخه له ۵ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ننګرهار ولايت د تورخم او د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو آمريتونو د معلوماتو پر بنسټ د پاکستان څخه ۵ زره او ۱۰۴کورنۍ د تلې په ۲۶ مه هېواد ته راستنې شوې.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د ۴۵۸ کورنۍ، چې دوه زره او ۵۸۷ تنه کېږي له دې لارې هېواد ته را ستانه شوي او د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو له پاره د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور و پېژندل شول.
د يوبل خبر له مخې۲۴۶کورنۍ، چې پکې يوزرو او ۵۱۷ تنه شامل دي د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې په ذکر شوې نېټه هېواد ته راستانه شوي، چې د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په وينا اکثريت يې جبري راستنېدونکي دي.
سرچينې زياتوي، چې ياد کسان د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.