په سرپل ولايت کې د حرفوي زده کړو برنامه پای ته ورسېده
د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه دغه ولايت کې د تلې په ۱۷مه بېځايه شوو کورنيو ته د حرفوي زده کړو د برنامې د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
ياده برنامه د سرپل ولايت د تايسوار سيمې کې ۲۵ تنو بېځايه شوو ته شپږ مياشتې مخکې د اقدام مردم برای تغير مؤسسه له لوري پر لاره اچول شوې وه، چې د تلې په ۱۷مه پای ته ورسېده.