غزني کې ۱۹ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
![-](/sites/default/files/2023-10/%D8%BA%D8%B2%D9%86%DB%8C.jpg)
د غزني ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لارې په دغه ولايت کې د تلې په ۱۷مه ۱۹ اړمنو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې مخکې د ياد رياست له لوري سروې شوې وې د انساني مرستو د همغږۍ مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.