تخار کې د لسو شنو خونو د جوړېدو کار شروع شو

anwari_morr
-

د تخار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د ۱۰ شنو خونو( کورنۍ پاغچو) د جوړېدو خبر د تلې په ۱۵مه ورکړ.
د تخار ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره د کورنيو شنو خونو د جوړېدو کار په ۶ سيمو کې د مهاجرينو چارو رياست، کرنې رياست او د قراردادي شرکت  د استازو په شتون کې شروع شو.
د سر چينې په خبره د دغه باغچو کارونه  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې په مالي مرسته په دوو اونيو کې بشپړيږي او ګټې اخيستنې ته به ورسپارل شي، چې ګټه اخيستونکي يې راستنېدونکي، بېځايه شوي او اړمن خلک دي، چې له ډلې يې ۷ تنه ښيځنه او( ۳)تنه يې نارينه دي او دوی په ذکر شوو باغچو کې په هر ډول آب هوا کې بېلابېل سبزيجات کرلی شي.