غور او هرات کې ( ۲۸۴) کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د خوراک نړيوال سازمان (WFP)  او د بېړنيو حالاتو کمېټې له لورې د هرات او غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۸۴) د غبرګولي په (۵) مه او (۶) مه مرستې وشوې.
د معلوماتو له مخې د يادو کورنيو له ډلې  د( WFP) له لورې د هرات ولايت په شيدايي سيمه کې  ( ۲۵۵)  کورنيو ته  څلور قلمه خوراکي توکي  او په غور ولايت کې کې د بېړنيو حالاتو د کمېټې له لورې د دغه  ولايت په فيروز کوه سيمه کې (۲۹) کورنيو هرې کورنۍ ته دوه جوړه جمپرې، يوه جوړه موزې او يوه يوه کمپله ووېشل شوه.