د مهاجرت نړيوال سازمان په تورخم خپل فعاليتونه له سره شروع کړل

د مهاجرت نړيوال سازمان (OM) په تورخم کې خپل فعاليتونه د غوايي په (۲۰) مه له سره شروع کړل.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په تورخم کې د مهاجرت نړيوال سازمان فعاليتونه د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست په هڅو بيا ځلې شروع شول.
د ويلو ده، چې هره ورځ د تورخم له لارې لسګونه راستنېدونکې کورنۍ هېواد ته راستنېږي، چې د ياد دفتر د خدمتونو څخه برخمنې کېږي.