په اوو ولايتونوکې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې په تېرې يوې اوونۍ کې (۱۸۴۵) کورنيو سره په هرات، غور، نيمروز، هلمند، جوزجان،غزني او بلخ ولايت کې مرستې شوي.
يادو کورنيو هرې کورنۍ سره د نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لورې د خوراکي توکو، نغدي پېسو، د لمريزې برېښنا تختو او روغتيايي کڅوړې مرستې شوي.