له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې  د ايران څخه ( د لړم په (۲۵) مه  او(۲۶) مه (۳۷۲۵) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۷۵) کورنۍ، چې ( ۳۴۹) تنه کېږي ( ۳۵۱۰) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۴۷) کورنۍ، چې پکې (۱۱۱) نارينه، (۱۱۷) تنه ښځينه د ( ۴۱۹) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.