غور کې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې

د غور ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د لړم په (۱۴) مه ( ۳۰۰) کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د مهاجرت نړيوال سازمان ( IOM ) له لورې (۱۷۵۰۰) افغانۍ نغدې، (۵) کمپلې او يوه يوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه.