د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو نوی رئيس معرفي شو

sadam_morr
---

د پکتيکا ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست نوی رئيس حمدالله فاتح  تېره ورځ  د دغه ولايت د والي د دفتر د رئيس مفتي عارف الله الهام له لورې د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکوته ور وپېژندل شول.

په هغه مراسموکې چې په همدې موخه ترسره شول، مفتي عارف الهام وويل: (( تغيير يو اصل دی  نو د همدې اصولو له مخې نوي سرپرست ته لازمه ده، چې له هرڅه مخکې خپل کارونه پيل کړي، ترڅو د اړونده ادارې فعاليتونه منظم شي)).

الهام زياته کړه، د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس د مهاجرينو چارو مخکنۍ رئيس مولوي عبدالرحمن هاشمي د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست ته تبديل او دهغه پرځای مولوي حمدالله فاتح د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو د نوي رئيس په توګه وټاکل شو.

وروسته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو نوي رئيس مولوي حمدالله فاتح وويل، چې راسپارل شوی مسؤليت به په پوره صداقت او ايماندارۍ  سره پرمخ يوسم او د کار کوونکو ترمنځ به دقيقه همغږي رامنځته کړم.

په ورته وخت کې ياد رياست کار کوونکو نوي رئيس ته ډاډ ورکړ، چې خپل کارونه به د خپل رئيس د لارښوونو له مخې ترسره کوي.