پکتيکا کې د بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو په موخه تخنيکي ورکشاپ ترسره شو

sadam_morr
-

په پکتيکا کې د داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو لپار د ولايتي عمل پلان د جوړېدو په موخه د تلې په (۲۸) مه تخنيکي ورکشاپ ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې، چې د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون ترسره شو،د پکتيکا ولايت والي ښاغلي عبدالله حقيار، د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو ستاينه وکړه او د وزارت د پلاوي څخه  يې د ولايتي  عمل پلان د جوړولو په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.

وروسته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د بېځايه شوو د پالېسۍ د تګلارې او د ولايتي عمل پلان د جوړولو په اړه د ورکشاپ ګډنوالو ته معلومات ورکړل.

د پکتيکا ولايت استازو د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو او همکاريو څخه مننه وکړه او په دې برخه کې يې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

د ويلو ده، چې تخنيکي ورکشاپونه، د ولايتي عمل پلان جوړول او  د داخلي بېځايه شوو بيا يوځای کېدل د مهاجرينو چارو وزارت  او د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مالي لګښت ترسره کېږي.