ننګرهار کې د بيا يوځای کېدو کمېټه فعاله شوه

د ننګرهار ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه بيا ځلې فعاله شوه.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي په ننګرهار کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د تلې په (۱۳) بيا ځلې فعاله کړه.
په مراسموکې چې په همدې موخه په ننګرهار ولايت ديوشمېر چارواکو په شتون کې ترسره شول، د دغه ولايت مرستيال والي راستنېدونکو اوبېځايه شوو ته د لاسرسي په برخه کې د کمېټې جوړول يو مثبت او ښه ګام وباله او د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي او د دغه وزارت د کړنو ستاينه يې وکړه.
د وزارت د پلاوي له خوا د يادې شوې کميټې د کړنو، مکلفيتونو او مسووليتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول او د دغه ولايت مسوولينو ته يې ډاډ ورکړ، چې د يادې کمېټې تر څنګ يې د ډيټابيس سيسټم هم فعال شوى او له دې وروسته ټول راستانه شوي او بېځايه شوي له دې طريقه ثبتيږي.
د ويلو ده، چې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر په همکارۍ او مالي لګښت د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې بيا فعاله شوه.