له ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول
له ايران څخه (۱۶۸۷) افغان مهاجرين د وږي په ( ۷) مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو د آمر په وينا د يادو راستنېدونکو له ډلې (۱۷) کورنۍ ،چې (۷۸) تنه کېږي د ( ۱۰۳۵) تنو نورومجردينو سره په جبري او (۱۷) کورنۍ چې ( ۵۷) تنه کېږي د ( ۵۱۶) نورو مجردينو سره په خپله خوښه د نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره (۲۳) کورنۍ چې (۴۷) نارينه، (۵۸) ښځينه او همدارنګه ( ۷) تنه نورو مجردين د مرستود ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي.