تخار ولايت کې د اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د تخار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د اکټيډ مؤسسې له لورې له 145 اړمنو، بې ځايه شوو، کونډو او يتيمو کورنيو سره نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته د ۱۶ زرو څخه نيولې تر ۵۲ زره افغانۍ ورکول شوې.
يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې چې د قانوني اسنادو د پوره کيدو وروسته ورته مرستې ورکول شوې.