کابل کې (٤٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا په کابل کې (٤٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغو مرستو د وېش پر مهال د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: افغانان له سخت نړيوال اقتصادي فشار سره لاس او ګرېوان دي او دوی هڅه کوي چې خپلې مرستې اړمنو وطنوالو ته ور ورسوي.
د نوموړي په وينا،د مهاجرينو رياست سره په ګډې همغږۍ زموږ د سروې ټيمونه شپه ورځې کار کوي، ترڅو اړمن وطنوال په نښه او په وخت مرستې ور ورسېږي.
د هغه په وينا،په ننيو مرستو کې(١٨) کيلو وړه،(٥) لېتره غوړي،(٧) کيلو وريجې(٥) کيلو بوره،(٥) کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې له مشرتابه او جرمني له خلکو ځانګړې مننه وکړه ويې ويل: دې موسسې د اسلامي امارت د واکمنېدو له پيل راهيسې له زرګونو بې وزله هېوادوالو سره مرستې کړي او په راتلونکي يې هم د نورو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
ښاغلي رحميزي له ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې ددې موسسې په څېر دې اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ترڅو په هېواد کې د بېوزله وګړو په شمېر کې کموالی رامنځته شي.