خوست کې اړمنو کورنیو سره د کوچني کاروبار لپاره نغدي مرسته وشوه

anwari_morr
Morr

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) ی په مالي لګښت د اکرو موسېسې له لورې د خوست ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ( ۶۰) وزیرستاني مهاجرینو او دقلموال ښارګوټي (۲۵) راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو کورنیو د کوچني کاروبار لپاره نغدي مرسته وشوه.

د مهاجرینو رئيس مولوی احمد دیادې ادارې ددې اقدام هرکلی وکړ او مننه یې وکړ، چې د اړمنو خلکو لاسنیوای کوي، نوموړي د ولایتي ادارې په استازیتوب دوی ته د هر راز همکارۍ ډډ وړکړ.

د یادو کورنیو له ډلې د مرغومي په (١٩) په ګلان کېمپ کې(۶۰) وزیرستانۍ کورنیو هرې کورنۍ ته (۶۱۱)امریکايي ډالر او د قلموال مینې کې راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو (۲۵) کورنیو هرې کورنۍ ته د نجارۍ په موخه( ۱۱۶۵) امریکايي ډالر او د فلز کارۍ، موبایل جوړونې او موټروجوړونې په برخه کې هرې کورنۍ ته (۶۷۵) امریکايي ډالر ووېشل شول.